داوزو_او_پسونوروزنه

64
ه ن زوز و ن و س پ و او داوز

Upload: naim-khalid

Post on 29-Jul-2015

110 views

Category:

Documents


5 download

TRANSCRIPT

Page 1: داوزو_او_پسونوروزنه

داوزو او پسونوروزنه

Page 2: داوزو_او_پسونوروزنه

: جمالالدين روحانيالليکو

هـ ش١٣٨۹کال :

Page 3: داوزو_او_پسونوروزنه

دکتاب پيژندنه

د کتاب نوم: د اوزو اوپسونو روزنه خپرونکي اداره:

ليکونکي : جمالالدين روحاني

:دچاپ شمير

ميالي 2010هجري لمريز يا١٣٨۹دچاپ کال:

:

Page 4: داوزو_او_پسونوروزنه

فهرست١سريزه-------------------------------------------

Page 5: داوزو_او_پسونوروزنه

٢-اهميت------------------------------------------٢د اوزوروزنه-------------------------------------

٣د نسل انتخاب او نسل ګيري------------------------٤-د شيدو په منظور د اوزي انتخاب------------------٥داوزو لپاره دسيرلي انتخاب-----------------------

٥يو ځاي کيدل-------------------------------------٥دغويمتوب نښي------------------------------------

٦بالربوالي----------------------------------------٧لنګوال------------------------------------------

٧د سيرلکيو روزنه --------------------------------٨د شيدولوشل -------------------------------------٨داوزي لوشل--------------------------------------٨د پسونو روزنه ----------------------------------

٨وطني نسلونه-------------------------------------٩بهرني نسلونه------------------------------------١١د پسو نو انتخاب--------------------------------

١١د بالربو ميږومراقبت-----------------------------١٢خصي کول ---------------------------------------

١٢مارکيټينګ--------------------------------------

Page 6: داوزو_او_پسونوروزنه

١٣-یۍد پسونو او اوزو ځيني عامي ناروغ او د هغوي مخنيو Lamb Dysentery اسهال١-

Tetanus تيتانوس٢-Pneumonia سينه بغل٣-

Sheep pox چک٤-Anthrax ټک ناروغي٥-

١٦خارجي پرازيتونه---------------------------------- Tick کني١-

Lice ت-سپږي٢

Page 7: داوزو_او_پسونوروزنه
Page 8: داوزو_او_پسونوروزنه
Page 9: داوزو_او_پسونوروزنه

سريزه

ۍ ℅ خلک يي په کرهڼه او ما لدار٨٥افغانستان يو زراعتي هيواد دى چې په سلو کي خلک يي په مالداري بوخت دي.لکه څرنګه٥٥بو خت دي چې ددي جملي څخه يواځي %

ۍچه ټول سکتورونه د څو لسيزو جګ له امله له مينځه تللي نو د مالدار برخه يې هم يوڅه اغيز منه شوي ده. نو په اساسي ډول بيا پښو درولوته ضرورت لري.

ۍزمونږد هيواد بزګران د زراعت او مالدار سره ډيره مينه او عالقه لري په ځانګړي ډول د څارويو د روزنې سره چې دغه عالقه د نارينه ؤپه پرتله په ښځوکي زياته ده،خوددې

Page 10: داوزو_او_پسونوروزنه

سره سره د څارويو د روزنې په برخه کى هغوى د ګڼ شمير مشکالتو سره مخ کيږي چېفني مشوري او زده کړې ته ضرورت لري.

.چې ددغهم وليک يا لنډ لارښود يو کتاب وپتيله چي د اوزو او پسونود روزنې په اړه

کتاب ليکنه د زراعت د رياست په مرسته تر سره شو. ددي لپاره چې زمونږدهقانانو اوبزګرانو سره تر يو حده مرسته وکړي نو داسي مو ضوعات په لنډ ډول پکي توضيح

شوي چي بزګران او مالداران ورسره مخ دي. د اوزواوپسونودروزني په اړه ليکل شوي دي،چي په لومړي سرکې د يا لارښوددغه کتاب

ۍڅاروي د روزني په برخه کي معلومات ورکوي او په وروست برخه کي يې داړونده څارويدځيني عامو ناروغيو په اړه لنډمعلومات وړاندي کوې.

محترمو لوستونکو: دغه کتاب کيداي شي ددغي موضوع په اړه ډيرکم معلومات ولري او ډيرئې برخې ترينه

پاتي وي خو د ټاکلي حجم په نظر کي نيولو سره دغه څه تا سو ته وړاندي کړايشوو،خداي )ج( د ي وکړي چې يو څه ترينه يادکړئ او ستاسو د ګټې وړو ګرځي .

محترمو لوستوونکو: کيداي شي په دغه کتاب کي ډيري خطا وي او تير وتنې شوي وي، خو د اصالح لپاره يي

ستاسو نظريات په دواړسترګو منو.په احترام

Page 11: داوزو_او_پسونوروزنه

،جمال الدين،روحاني

د اوزواوپسونو روزنهGoats and Sheep rearing

Importance : اهميت ۍپسونه او اوزې په نړ کي دډيروخلکولپاره حيواني غذا برابروي نه يوازې دا چې د اوزو د

شيدو څخه ګټه اخستل کيږي بلکي د هغوي دپوستکي،غوښي څخه هم ګټه ۍا خستل کيږي .ميږې هم د شيدو څخه پرته ښي وړ او غوښـه ورکوالي شي.پسونه که څه هم د غوښى او وړيو په توليد کې لومړى مقام لري خو د قره قل پسونه بيا يو ډول

Page 12: داوزو_او_پسونوروزنه

خاص قيمتي پوستکى لري چې پدې توګه ددغه ډله حيواناتو څخه په ښه توګه ګټه الستهراتالي شي.

لکه څرنګه چه افغانستان يوغرني هيواد دي او غرونه يي په پراخه توګه واښه لري. نو اوز ي د غرني واښوسره ډيره عالقه لري او ښه مؤثره گټه تري اخستالي شي.

ۍاو همدارنګه د غرونو تر څنګ يو څه اندازه غونډ هم لري چي د پسونو د څړ لپاره مناسب دي او پسونه ترينه په مؤثره توګه گټه اخستالى شي.په لنډ ډول ويالى شو چې

پسونه او اوزي دواړه په ښه او مؤثر ډول نباتات په حيواني محصوالتو او غوښه بدلوي اوهمدارنګه په دي ډله حيواناتو کي د تولد يا بچي زيږوني توان هم لوړ وي.

Goats rearing د اوزو روزنه:

Page 13: داوزو_او_پسونوروزنه

:داوزو دروزني گټي-يو ډول مصروفيت د ي او د اقتصاد سره مرسته کوالي شي.١ -که اوزې له تياري غذا څخه استفاده وکړي نو د يوي غوا لپاره د ضروري ځمکي په٢

وښو شپږاوزې سا تل کيږي او که ازاده ګياه په مصرف ورسوي نو نوري به هماقتصادي وي.

-د توليد لوړظرفيت لري ژربلوغ ته رسيږي او څو بچي ورکوي .٣اوزو لپاره په کافي اندازه غذا برابره وي١٠-٦-يو ايکړځمکه د يوه کال لپاره د٤ ۍ- کوچن انجونې )وړې ښـځي (يې ښه روزنه کوالى شي،او محصوالت يې ښه٥

تنظيوالي شي.

ددي تر څنګ تاوانونه هم لري. -ونو بوټو ته تاوان رسوي.١-وحشي حيوانا ت او غله يي تښتوالى شي.٢-او که مرض يي وکړ نو تاوان کوي.٣

Breed selection andد نسل انتخاب او نسل ګيري: breeding

که څه هم اوزي مختلف خارجي او داخلي نسلونه لري چې ځينې نسلونه يې په النديډول دي .

Page 14: داوزو_او_پسونوروزنه

-خارجي نسلونه: باربري، بيټل ،البين،جمنا پري او بيټل نسلونه چې په داماني او١کشميري اوزو سره شهرت لري .

٢. ۍ- وطني نسلونه : اسما يي او چېلجمنا پري اوزي:

ۍڅرنګه چي لوړ حا صل لري نو د هندوستان څخه د نړ نورو برخو ته وړل شوي دي (کيلو ګرامه شيدي ورکوي او په٢-١شکل يي سپين او خړ داغونه لري . او د ورځې د)

کال کي يو بچى زيږوي.

بيټل اوزې:

دا يو هندي او پاکستاني نسل دى ښه والى يي په دى کي دي چې ژر د يوې سيمې

Page 15: داوزو_او_پسونوروزنه

� سور،تور او سپين داغونه لري غوږونه يې سره توافق کوي، او رنګ يي معموال ورکوي ليترو پورې شيدې ١٫٢-٠٫٧اوږده اوښکرونه نه لري په ورځ کي د

څخه يې په منظمه توګه استفاده کيږي او په کا ل کي د يو نهاودغوښـېتر دوه پوري بچود زيږولو توان لري.

:ټي ډي نسل

Page 16: داوزو_او_پسونوروزنه

نوموړي نسل د بنګله ديش څخه منشاء اخلي او اوس د پاکستان په ځينو سيمو کي ساتل کيږي ، کريمي سپين رنګ يا خړ توررنګ لري تخته بدن

ليتره شيدي٧٥لري تيونه يي دومره برجسته نه دي . او په يوه کا ل کي ورځې شيدې ورکوي او زياتره يي دوه او درې بچي١٣٠توليدوي او فيصده واقع کيږي . دغه اوزې د غوښې په منظور سا٣٠-١٩اچوي چې د

تل کيږي ځکه چي ژر بلوغ ته او زياته زيږونه ددې د عمده خصوصياتوڅخه دي .

شيدو په منظور د اوزي انتخاب:

Page 17: داوزو_او_پسونوروزنه

مونږ د نسل له مخي داوزي انتخاب کوالى شوخو داد تل لپاره صدق نهکوي.بايد د اوزي ظاهري بڼه هم دنظرالندې ونيول شي.

-مخ اوخوله :١ روښانه سترګې صاف مخ د ښه صحت نښه ده غاښونه يي بايد روغ وي

ځوانه اوزه تر شپږو پوري دايمي غاښونه لري خو اوزي پورتني غاښونهنه لري.

- تيونه:٢ د اوزي په انتخاب کـې تيونه مهم رول لري چې بايد اوزه په يوه شکل په

يوه اندازه تيونه ولري او د سينې طرف ته کاږه وي.

-د بدن اندازه :٣ اوزه بايد پراخه سينه او ګيډه ولري مينځنى او يا هم غټ بدن

درلودونکي وي.د اوزو لپاره د سيرلي انتخاب:

داوزو لپاره بايد داسي سيرلي انتخاب شي چې د ښه نسل څخه اود ښه جسامت لرونکي وي ځکه چي د ښه نسل په ال سته راوړلو کي مهم

Page 18: داوزو_او_پسونوروزنه

اوزو لپاره بايد يو سيرلى وساتل شي اوداسى٥٠-٢٥رول لري . د مياشتوپوري وي ځکه چي دسيرلي١٨-١٥سيرلى بايد وي چه عمريې له

ميا شتى دى. ١٨-١٥لپاره ښه عمر Mating : يو ځا ىکول

وايي Matingد نر سيرلې و اوزې يو ځاي کولو ته په دوه ډوله دي .Matingپه عمومي ډول يو ځاي کول يا

-مصنوعي يو ځاي کول ٢-طبعي يو ځاي کول ١ هغه اوزي چي د بلوغيت عمر ته نه وي رسيدلي بايد دنر سيرلي سره يو

ځاي نه شي ځکه چي اعضاوو يي پوره انکشاف نه وي کړي.او اوزې چې په شپږو مياشتو کي د بلوغيت عمرته رسيږي نو پدي وخت کي

بايد هم يو ځاي نشي اوکه ددي څخه يي عمر زيات هم وي نو کوشش دي وشي چي د نر سيرلي سره يو ځاې نه شي او که چيري يي عمر يو کال او يا د يو کال څخه زيات شونو بيا دي سره يو ځاى شي که چيري په

کم عمرکي سره يو شي نو د لنګوال په وخت کې به ورته ستونزه وي . او هغه اوزي چي بالغې وي يوازي همغه وخت د نر سيرلي سره يوځاى

کيداى شي چه وزيمه)غويامه( شي. وزيمه يا غويامه په اوزو کي په دري هفتو کي يو ځل منځته راځي چي له يوي څخه تر دري ورځو پورې داوم کوي او په دې وخت کې اوزه سيرلي ته ودريږي.هغه اوزي چې د لنګوال څخه يي دري مياشتي تيري شوي وي بايد د نر سيرلي سره يو

Page 19: داوزو_او_پسونوروزنه

ځاې کړاي شي ترڅو په دوو کلونو کي ترينه دري ځله بچي السته راشي خو بايد هير مو نشي چې د سيرلي اواوزې د يو ځاي کيدو څخه مخکي

بايدسيرلي او اوزې ته ښه غذا ورکړل شي.وزيمتوب يا )غويـمتوب( نښي په الندي ډول دي :

-بغاري وهل١ۍ-د لک ښورول٢-يو په بل باندي ختل٣ -د فرج سوروالي د هغه څخه د ميوکس مايع وتل، اوزه بايد د٤

ساعته وروسته د سيرلي سره يو ځاى٢٤-١٢غويامتوب د شروع څخه کړاى شي.

Page 20: داوزو_او_پسونوروزنه

Pregnancyبالربوالى: که د سيرلي او اوزې د يو ځاىکيدو څخه دوه يا درې مياشتې وروسته بيا هم د غويامتوب يا )وزيمتوب( نښې ونه ليدل شوي نو امکان دي ولري

ورځو زيا ت او يا١٤٥-١٥٠چه اوزه بالربه شوې وي .د اوزي حاملګي له کم دوام کوي .او بايد د يو ځاى کيدو نيټه او وخت بايد وليکل شي تر څود لنګون په باره کي معلومات ولري.ددريو مياشتو څخه وروسته د

اوزي ګيډه غټوالى پيداکوي او فرج يي ځوړند او لوند ښکاري.کله چي ۍلنګون ته شپږ اون پاتې شوې نو اوزه دي د شيدو څخه پريښودل شي دا

په دي منظورچي دهغې په نس کې بچې تغذيه کړاي شي ،او بچې ښه وده وکړي خوبيا هم داسي اوزي شته چي په طبعي ډول پدي وخت

Page 21: داوزو_او_پسونوروزنه

کـي پخپله اوچيږي.دوچيدو لپاره دي د لوشلو تعداد کم کړاى شي .او پدې وخت کي دي اوزه ښه تغذيه کړاى شي او دلنګون څخه دي مخکي

اوزې ته نرم او ارام اطاق جوړکړاى شي او د اوزي خاوند بايد د لنګون دوخت په رارسيدو و پوهيږي مخکې له دې چې د لنګون وخت

راورسيږي.د لنګوال عاليم:

.تيونه يې ډک وي .فرج يي ځوړنداو ما يع ترينه) راوزي( يا روانه وي . اوزه نارامه او ځمکه ټکوي

او په تعقيب کې يې لنګون ترسره کيږې .

Page 22: داوزو_او_پسونوروزنه

)Parturition )Birthلنګوال: ۍپه نورمال حالت کي د بچې مخکن پښې چې ښنګري يې مخ په ښکته لور ۍاو لمړن پښي او ورسره سر راوزي،او اوزه زور وهي او کوشش کوي

چه بچې بهر وباسي.خو ځيني وختونه اوزه مشکل سره مخ کيږي او لنګون په نورمال شکل سره نه تر سره کيږي اوزه تقريبآ ديرش دقيقي او يا تر دې زيات وخت زور وهي خو بچې يي حرکت نه کوي نوپه داسي حالت کي د يو تجربه لرونکي شخص مرستي ته ضرورت دي.پدي حالت

کي بايد اول د بچې حالت وڅيړل شي بيا په داسي حال کي چي د مرسته کونکي نوکا ن لنډ السونه يي په صابون مينځلي وي او يا يي

دسکشي اچولي وي مرسته ورسره وکړي ،بچى نورمال حالت ته رواړي او بيا دي په احتياط سره وباسي.داسي هم پيښيږي چي حالت داصالح

وړ نه وي لکه د رحم تاويدل چه درحم د خولې له الرې د بچي د وتلو امکان نه وي.که چيري د اوزي پيروان په اوزه کې پاتې شي نو دالس يا

کوم وزن په تړولو سره هغه وباسي.

Page 23: داوزو_او_پسونوروزنه

Kids rearing د سرلکيو روزنه : کله چي سيرلکي د اوزې څخه پيدا شونو خوله او پوزه دي ورته پاکه

شي ،که د تنفس مشکل ولري نو د جارود ډکيو په وسيله دي وتخڼول شي سينه دي ورته پاکه او بيادي وموښل شي که دزړه حرکت ولري او

تنفس نه وي نو په ستوني کي دي ګوتي ورته دننه شي ترڅو ستونيۍيىوتخڼول شي او تحريک شي.اود سيرلي د نامه غوټ دي په پايوډين )

Pyodin (محلول په وسيله ومينځل شي اود انټي بيوټيک پوډر دي پري ووهل شي .ودي هڅول شي چي غوالنځه وروي ،او د لنګون څخه دوه

ساعته وروسته ورږه ترينه واخلي.ورږه دصحت او ودي لپاره ډيرګټورديد ۍ. او همدارنګه که چيري بچې ناتوانه وي نو مونږکوالي شو د پيچکار

Page 24: داوزو_او_پسونوروزنه

سيرينج يا هم چوشک په وسيله يي تغذيه کړو. د شيدو مقدارد سيرلکي لپاره د هغه د غټوالي پوري اړه لري .او يا د ورځي د يو ګيالس څخه نيولي ترڅو ګيالسونو پوري ورته ورکوالي شو.او د دوه اونيو څخه

وروسته کوالى شو چې سيرلکي ته واښه ورکړواو هغه وا ښه ۍوخوري.او د شپږمي اون څخه وروسته کوالى شو چې دانه باب

ګرامه څخه٢٠٠ورکړو.خو هير مو نه شي چې اندازه يي په ورځ کي د زيات نه شي.

Milkingدشيدو لوشل : د اوزي لوشل:داوزي لوشل بايد په ورځ کي دوه ځلي اجرا شي او يا

هردولس ساعته وروسته دي اجرا او په ټاکلي وخت کي تر سره ۍشي.شيدي بايد پاکي وساتل شي اود نا پاک مخنيوي دي وشي ځکه چې

ناپاکي صحت ته ضرررسوي .نو پدي خا طراوزي دي په جګ ځاي کي ولوشل شي او ددي څخه دې مخکې

السونه او د اوزي غوالنځه دي په اوبو ومينځل شي اوبيا دي په پاکه ټوټه باندي وچ کړاي شي.اوزي عمومآ د شا له طرفه لوشل کيږي خو د شيدو

دپاکوالي پخاطر دي دبغل يا څنګ څخه ولوشل شي.او لومړى دي د غوالنځې څخه يوه يوه داره وويستلى شي اوهغه با يد په لوښي کي

وانه اچول شي او بيا دي لوشل شروع کړاى شي .

Page 25: داوزو_او_پسونوروزنه

د اوزي لوشل: کله چې اوزي لوشؤنو لومړى به دالس څلور ګوتې د تي څخه تاوو کړي

او بيا به دا غټه ګوته ورته قات کړي او زوربه ورته ورکړوي.د اوزي لوشل د تيونو دکش کولو پواسطه نه ترسره کيږي.بلکې تيونو ته فشار

ورکول کيږي.

Sheep rearingدپسونو روزنه:

پسونه په دوه ډوله دي . Afghan sheep breeds-وطني نسلونه يا ١ Foreign sheep breeds-بهرني نسلونه يا٢

Page 26: داوزو_او_پسونوروزنه

وطني نسلونه په الندې ډول دي:وطني پسونه د توليد له نظره په درې ډوله دي.

-هغه پسونه چې دغوښي د توليد په منظور روزل کيږي، لکه بلخي١پسونه او عربي پسونه.

-هغه پسونه چې د پوست په منظور روزل کيږي،لکه د قره قل پسونه.٢

-هغه پسونه چې د وړيو د توليد په منظور روزل کيږي ،لکه٣عربي،بلوچي،هزاره ګي،قندهاري پسونه اوداسي نور.

ددغو پسونو اصلي ځاى د بلخ واليت او د ترکمنستان-بلخي نسلونه:١ ځيني سيمي دي.چه غټ غوږونه لري لنډلم لري ،اوږدې پښې لري،غټ

ۍبدن او تور خاکي نصواري رنګونه لري،لک نه لري .خو نر پسونه يي-٧٠اوږده ښکرونه لري .او دغوښې په منظور روزل کيږي او وزن يې

کيلوګرامه دى.٧٥

نوموړي نسلونه تور سپين او يا هم نصواري رنګونه-عربي نسلونه:٢ لري ،چې ددې په شکل يې دمخ رنګونه هم دي او همدارنګه د خپل تندي په برخه کي سپين تاج لري اودپوزې چاپيرتوررنګ لري چې پورته ټولې

Page 27: داوزو_او_پسونوروزنه

نښې يې د ښکاره نښو څخه شميرل کيږي.او دغوښې په منظور ساتلکيږي.

نوموړي نسلونه سپين رنګ لري خو ځيني تور او-قندهاري نسلونه:٣ نصواري رنګونه هم لري او دپوزې اوسترګو په شااو خوا کي نصواري او

سانتي پوري رسيږي.٤-٢تور داغونه ليدل کيږي،او د غوږونو اندازه يي -قره قل نسلونه :نوموړي پسونه نصواري او فوالدي رنګونه لري دنر٤

پسه ښکرونه يې اوږده وي او دټولو قره قل پسونو غوږونه اوږده ويۍاو لک يي دنورو پسونو په پرتله اوږده وي .

بهرني نسلونه په الندې ډول دي .بهرني نسلونه د توليد له نظره په دري ډوله دي.

Page 28: داوزو_او_پسونوروزنه

-هغه پسونه چې دغوښې د توليد په منظور روزل کيږي، لکه د١کاريدال ،سات دان پسونه اوداسي نور.

-هغه پسونه چې د پوست په منظور روزل کيږي،لکه د رامبويه ،سافوک٢پسونه.

-هغه پسونه چي د وړيو د توليد په منظور روزل کيږي ،لکه د مرينوس٣لينکلن پسونه اوداسي نور.

-سات دان پسونه:نوموړي پسونه خاکستري يا قهوايي روښانه رنګ١ لري چې واړه غوږونه لري او ښکرونه نلري.سات دان پسونه د سات دان

په نامه په انګلستان کي ديوي تپي نوم دى چې په جنوبي شرقي انګلستان کي موقيعت لري.نوموړي پسونه چي د انګلستان څخه نورو

هيوادونو ته له دي څخه ځاي خپاره شوي دي .اووړوکي بدن لري او کلهکيلو ګرامه ته رسيږي.٨٠-٦٠چي د بلوغيت دوري ته ورسيږي وزن يي

نوموړي پسونه د اسکس او نورفوک څخه-سافوک پسونه:٢ منشاءاخلي چه اوس په جنوبي شرقي انګلستان کي هم پيدا کيږي چي

نوموړي پسونه د غوښي دتوليد او دوړيود توليد په منظورروزل کيږي او همدارنګه توري پښي او تور مخ لري او نور بدن يي سپين تورنګ

-٨٠لري.اوکله چي د بلوغيت مرحلي ته ورسيږي نو د نوموړي پسه وزن کيلو گرامه ته رسيږي.١١٥

Page 29: داوزو_او_پسونوروزنه

نوموړي پسونه د وړيو د توليدپه منظورروزل-مرينوس پسونه :٣ کيږي.او دغوښي دتوليد په منظورپه دوهمه ډله کي راځي نوموړي ۍپسونه تور او کمي چين داررنګونه لري .مرينوس د پادشاه د ګارد

دافسرانو پخوانى نوم وء چې په اسپانيا کې ورته نوموړي نوم ورکړل شوي ؤ.د مرينوس پسونه داسترليا په هيواد کې پيدا کيږي چي د وړيو

ميکرون ته رسيږي.او اوږده تاوشوي ښکرونه لري او٢١-١٨قطريې -٩٠متناوب سر لري او د وړيو اوږدوالى يې په دولس مياشتو کې

-٩ميليمتروته رسيږي.اود وړيو توليديې په دولس مياشتو ديوه پسه ١١٥کيلو ګرامو ته رسيږي.١٢

Page 30: داوزو_او_پسونوروزنه

Selectionد پسونوانتخاب: د پسونوانتخاب:لومړىبايد پوه شو، چې د کومې موخې يا هدف لپاره بايد

دپسونو انتخاب وکړو.دغوښې د توليد په منظوريا دوړيو د توليد پهمنظور.

که چيري دغوښي دتوليد په منظورپسونه انتخابوو نوبايد هغه پسونه انتخاب کړوچې چاغ يا تيارنه وي چې ترڅو يې قيمت ارزانه وي، او بايد

سالم بدن او غا ښونه ولري.ددې ترڅنګ دانتخاب په وخت کي بايد النديټکي په نظرکي ونيول شي.

-هغه پسونه بايد انتخاب شي چي ښه صحت ولري. ١- هغه پسونه بايد انتخاب شي چي قيمت يي ټيټ وي.٢- هغه پسونه بايد انتخاب شي چې ښه سائزولري.٣

Page 31: داوزو_او_پسونوروزنه

- هغه پسونه بايد انتخاب شي چې ښه رنګ ولري.٤- هغه پسونه بايد انتخاب شي چي د ښه نسل لرونکي وي.٥

هغه وري چي د غوښي د توليد په منظور روزل کيږي بايدولري. الندي خصوصيا ت

-غټي پښي ولري .١-غټه اولنډه غاړه ولري.٢-دبدن جوړښت يي غټ وي.٣

Care of pregnant ewesد بالربوميږو ساتنه: ( ورځي ده . د ښه بچې دترالسه کولو لپاره١٥٠ۍد ميږو د حامل دوره )

بايد ميږي ښه تغذيه شي.او دژمي په دوران کي بايد دانه باب او انرژي لرونکي مواد هغه ميږو ته ورکړل شي چي حامله وي او بلخصوص هغه ميږي چي دوه بچې په نس لري بايد په کا في اندازه غذايي مواد ورته

واچول شي.اوپه اوړي کي بايد په ازاده هواکي وساتل شي.او په ژمي کي بايد ګرم يا تاوده وساتل شي.که چيري د ميږو د لنګيدو په وخت کي د وريو د مړه کيدو اندازه د پنځه فيصدوڅخه زياته شوه نو ښکاره خبره ده چې ميږو ته کافي اندازه غذاېې مواد نه دي ورکړل شوي او نه يې

ښه مراقبت شوي.

Page 32: داوزو_او_پسونوروزنه

(فټه ساحه بايد په نظرکي ونيول١٥د يوي ميږي دساتني لپاره ) شي.ددي ترڅنګ بايد دسائليج يا )بوسو،کټئ (لپاره ذخيره خانه جوړه

شي،دانه باب ورته هم ذخيره شي. ۍکله چې اوړى رارسيږي بايد وړ ترينه قيچي کړاى شي.ښه به داوي

چي ميږي د پسرلي په موسم کې لنګې شي.

Castrationخصي کول: ټول هغه اوري)دميږونران بچې( چي د نسل لپاره نه ساتل کيږي بايد د څلور

مياشتوڅخه مخکي خصي شي ځکه چي د اوري په خصي کولو سره اوري غوښه اخلي که چيري داوري خصي کول د جراحي عملياتو پواسطه ترسره کيږي.نوپه هغه

وخت کي بايداجرا شي چي مچان الپيداشوي نه وي .خو په اوس وخت کي د جراحي عملياتوڅخه دومره استفاده نه کيږي بلکي د يوي آلي پواسطه چي د بارديزوپه نوم ۍياديږي اوري خصي کيږي ددي آلي پواسطه ډيرپه اسان سره مونږکوالى شو چي

اوري پرته دکوم زخم دويني بهيدني او دوامداره دردڅخه خصي کړو.

Page 33: داوزو_او_پسونوروزنه

Marketingمارکيټينګ:

د اخستلو او خرڅولو ځاي ته مارکيټ ويل کيږي. د اوزو،پسونو، اوزگړواو وچواوزو خرڅالوبايد هغه وخت ته تياريا عيارشي چي په کوم

وخت کي ورته ضرورت وي .لکه د لوى اختر ورځي: په دي ورځو کي پسو نو،وچواوزو،اوزګړواو اوزو ته د قربانې لپاره ډير زيات ضرورت وي نو مالدار دي

کوشش وکړي چه خپل حيوانات دي د خرڅالو لپاره د لوي اخترورځو ته برابر کړي. او هغه اوزي او ميږي چې د شيدو په منظور ساتل کيږي.ډيري داسي مياشتي شته

چې داوزواو ميږو شيدواو محصوالتوته پکي ضرورت وي . لکه د روژي مياشت،داوړي

Page 34: داوزو_او_پسونوروزنه

مياشتي .هغه اوزي اوميږي چه شيدي ورکوي بايد دهغو لنګوال داسي برابر شي چېپه کوم وخت کي ورته ضرورت وي.

ۍد پسونواواوزو ځيني عامي ناروغ او د هغوى مخنيوى. دښه تغذيي،ښه تنظيم او ښه نسل تر څنګ د ناروغيو په وړاندي تداوي اووقايه د

څارويو په روزنه کي مهم رول لري.نو ښه به داوي چي د پسونواواوزود ناروغيوپههکله څه ناڅه وپوهيږو.

: Lamb Dysentery-اسهال: ١ده چي اکثره حيوانات پري اخته کيږي اوبلخصوص هغه ۍدايوباکتريي خطرناکه ناروغ-٢ۍوري او سيرلکي چي عمر يي له يو اون څخه ټيټ وي او ځني وخت کيداي شي د)

( اونيو عمر لرونکي هم پري اخته شي.٣ Clinical signs : عاليم

ناڅا پي مړينه ،دمقعد له الري څخه د ويني وتل، سخته تبه او د کــولمي راوتــل بهرتــه.په زوروهلو سره

Treatment : تداوي شــي بيــا تــداوي د پيســو او وخت که چيري په حيوان کي يي نښــي او عالمي وليــدل

ۍضايع کول دي خو هر روغ پاتي حيوان بايــد ژرتــر ژره د دوه ســي ســي دنــاروغ ضــدسيروم ،تتراسيکلينوورکول تر يو اندازي پوري مؤثردي .

Page 35: داوزو_او_پسونوروزنه

Prophylaxis : مخنيوي دغه ناروغي بايد په څرګند ډول کنترول شي. اوزو او ميږوته بايد کا ل په کا ل گډ واکسين تطبق کړاي شي .واکسين بايد په لومړي کال کي دوه ځلي تر سره شي

ۍترڅو کلني معافيت توليد کړي.او هغه څاروي چي ددي ناروغ له امله مړه شوي ويبايد د دوو متره په ژوروالي سره ژورښخ او يا هم وسوزول شي.

Tetanus-تيتانوس: ٢ Clostridiumدانـــاروغي د هغـــه توکســـين پواســـطه چي د کلوســـتريديوم تيتـــاني

Tetaniددي باکتريا موجوديت په څارويو او خاوره په واسطه پيدا شوي مينځ ته راځي کي عام وي چې دزخم دالري حيوان ته ســرايت کــوي.تيتــانو س پــه اصــل کي د وريــو ۍناروغ ده خو د هر عمر پسونه پري اخته کيداي شي په وريو کي لــه خصــي کيــدلو او

(اوني وروسته واقع کيږي په تيره بيــا چي د رابــړي حلقي طريقــه٣-٢ۍلک غوڅولو) په کار وړل شو ي وي.

Clinical Sign عاليم: ۍدناروغ عالمي ښايي لږ يا په ساده شکل وي .که ناروغي ډيره پر مختللي نه وي نــو ۍڅاروي شخ معلوميږي،غوښه يي ســخته او کش وي ،ســر او غــاړه ئي غزيــدلي او لک

يې پورته وي.

Page 36: داوزو_او_پسونوروزنه

Treatment تداوي: ۍکمزوري پيښي د پينسيلين د پيچکار په مقابل کي چي هره ورځ وشــي

ــلين٣٠٠٠٠٠منا سبه ده )شپږ سي سي او هره سي سي ) (يونـټه پينسولري(.مګر قوي ناروغي نه رغيږي او با يد له منځه يوړل شي.

Prophylaxis مخنيوى: ۍپه پراخه توګـه د واکسـين تطـبيقول اودعمـومي پـاکوالى،خصـي کولـو ،لک لنـډولو ، ۍلنګون او وړ قيچي کولو په وخت کي کلکه پاملرنه وشي کله چي زخم منځ ته راشي ۍ. ارزښتناک ثبت شوى حيوان د تيتانوس ضد سيروم د پيچکار کولو په واسـطه کـولى شو ژرترژره وژغورو دغه د معافيت تقويه کوونکى سيروم د يوي مياشتي لپاره د بــدن

معافيت بيا تقويه کوي. Pneumonia-سينه بغل :٣

التراوسه پوري د پسو نو او اوزو د تنفسي ناروغيو عامــل نــدى معلــوم شــوي خــو د سږو دا ډول التهاب د هر عمر پسـونه متـآ ثـره کـوالى شـي.بي لـه شـکه هغـه سـاده حقيقت چې پسونه او اوزي د خپل ژوند زياته برخــه د بانــدى تــيروي دا مانــا لــري چې ۍتنفسي ناروغ په پسونواو اوزوکي د هغو څارويو په پرتله چي دننه ســاتل کــيږي ډيــره

- ميخانيکي.٣-پرازيتي٢-باکتريا يي ١عامه نده.سينه بغل په درې ډوله دى Clinical sign عاليم:

Page 37: داوزو_او_پسونوروزنه

ناڅاپي مړينه ،دبدن دتودوخي لوړه درجه،ژرژرساه ويســتل ،کلــک وچ ټــوخى لــرل اودناروغه څاروي له خولې او پوزې څخه د ځګ بهيدل.

Treatment تداوي:ــک وخــتيOzytetracyclinد ــتي بيوتي ــاثيرلرونکى ان ــوي اوپراخــه ت ــو ق ــه څــير ي پ

ۍاستعمالول د ناروغ په کنترول کي يو څه ګټوره اغيزه لــري.پســونه اواوزي پــه کوريــا ۍخونه کي ساتل کيږي په کوټه يا خونه کي د هوا چلند بايد ښه شي،کړک بايــد خالصــې وي ترڅو تازه هوا داخله او خرابه هوا بهر شي اوهمدارنګه د ځمکي پر مخ پچي او نور

شيان بايد لري شي.

Prophylaxis مخنيوى: خودهغـه حقيقي ارزښـت )اغـيزه(ال تراوسـه نـدهCarovaxډير واکسينونه شته لکه

معلومه شوي.اوهمدارنګه بهتر واکسين چي د کلسترديوم په واکســين کې ورګډشــويبا ارزښته اغيزه ښودلي ده.

: Sheep pox-چيچک٤ لکــه شــونډي ،پــوزه،تيونــه،وربانــدي هغه برخي چي ويښتان نه لري دپوست د څاروي

داني ليدل کيږي حاملـه حيوانـات بچې غورځـوي چې همدارنګـه دغـه پسـونه او اوزيۍدچيچک پرناروغـ اخته وي. اوپه دغه مرض باند ي پسونه او اوزي اخته کيږي.

Clinical عاليم:

Page 38: داوزو_او_پسونوروزنه

ــداکيږي ــوه عمــده نښــه يي داده چي د پنځمي مياشــتي څخــه مخکي اوري مــړه پي ي اودبچې د زيږيدومخکي يو قسم مايع د فــرج څخــه راوزي کيــداى شــي مــايع وينــه هم ۍولري ددي ترڅنګ په دغه ناروغ اخته اوزي او ميږي په سختئ بالربيږي او کيداى شي نوري ستونزي لکه د غوالنځي پړسوب يا هم ګــوډوالى پکې وليــدل شــي تشــخيص يي

يوازي د البراتوار په وسيله تر سره کيداى شي. Treatment تداوي:

تداوي نه لري.Brucellosis -بروسيلوزس:٥

دا يوه ساري باکتريا يي نــاروغي ده چي حيوانــاتو پــه شــمول انســان تــه هم ســرايتمومي.

Prophylaxis مخنيوى: ۍواکسين يي په پسونوکي دلم د پوستکي الندي يــو ســي ســي او پــه اوزو کي د لک د پوستکي الندي يو سي سي داواکســين پــه کــال کي يــو ځــل د مــيزان پــه مياشـت کي

تطبيق کيږي. Anthrax-د ټک ناروغي:٦

يوه ميکروبي ناروغي ده چي دحيواناتو تر څنګ انسانان پري هم اخته کيږي. Clinical sign عاليم:

Page 39: داوزو_او_پسونوروزنه

ناڅاپي مړينه ،سخته تبه،دمړه شــوي حيــوان طبعي ســوريو )خولــه ،پــوزه ،مقعــد اوداړونده الري (څخه دنه پړنيدونکي ويني وتل.

Treatment تداوي: که څاروي څرګنده نښي وښايي نو تــداوي يي ستونـــزمنه ده خوبيــا هم پنســلينونه او

ستريپتو ما يسين يا هم تتراسيکلينونه تر يوې اندازې پوري مؤثردي. Prophylaxis مخنيوي:

ۍڅاروي ته په کال کې يــو ځــل د حمــل او ثــور پــه مياشــت کي ددغــه نــاروغ پــه ضــد ۍواکسين کول ،ددي تر څنګ په ناروغ مړه څاروي دې دوه مــتره ژورښــخ او د ناروغــه

څاروي د غوښې څخه با يد استفاده ونه شي.

خارجي پرازيتونه:ــه دا هغه پرازيتونه دي چي دحيوان په پوستکي او يا د پوستکي الندي ژوند کوي په دغ

ۍډله کي کونې، کني، سپږي او جرب پم د ناروغ عامل شامل دي . Tick کني:

ــرازيت د داهغه پرازيت دى چي د يو حيوان څخه بل حيوان ته ناروغي انتقــالوى.اودا پحيوان څخه وينه زبيښي.

Page 40: داوزو_او_پسونوروزنه

Clinical sign نښي: زياتره دغه پرازيتونه د حيوان په هغه ساحو کي وي چي ويښتان نه وي لکه د غوږونو ۍداخلي برخه تخرګونه د لک الندې برخه کې ليدل کيږي حيوان نارامه وي او کم خــوني

پکي ليدل کيږي. Treatment درملنه :

(ګرامه پــه لس ليــتره اوبــو کي د ســپري پــه شــکل دي اســتعمال١٥تراي کلوروفان)کړاى شي.

Prophylaxis مخنيوي : ۍد غواګانو داوسيدو په ځاى کې بايد ذکرشوي دوا دوا پاشي شي اودغوجل چاوونه دي

بند کړاى شي.Lice: سپږې

ــني يي دا هغه پرازيت دى چي د څارويو او مرغانو په پو ستکي باندې ژوند کوي او ځيپه جلد يا پوستکي خوله لګوي او وينه يي زبـيښي.

Clinical sign نښي :ــتهايي زياتره څاروي ځان ګروي اوبدن يي خارښت کوي .ويښتان يي له منځه ځي اش ۍکميږي دوني په ډډ يا ديــوال پســې ځــان مښــي او پــه خوســکيوکي د کم خــون ســبب

ګرځي .

Page 41: داوزو_او_پسونوروزنه

Treatment درملنه: ( ګرامه په لس ليتره اوبــو کي د ســپري پــه شــکل اســتعماليږي.او د١٥نيګوان پوډر)

دري هفتو په فاصلي سره بايد استعمال کړاي شي. Prophylaxis مخنيوى :

په منظم ډول د حشراتوضد دوا استعمالول دي.

Referencesماخذونه :

-احمد بايردرمل،عزيزاحمد کاکړ.د څارويو د روزني لنډ١الرښود

-منوچهرسعادت نوري،صدرالله سياه منصور.اصول نګهدارى٢ ( هـ ش.١٣٨٢پرورش ګوسفند)

-عبدالقادر سمسور.د پسونو د عامو ناروغيو پيژندنه او٣ (هـ ش.١٣٨٣تداوي)

4-Donal MC )1990( Dairy goat production, FAO oxford publication New Delhi India.

Page 42: داوزو_او_پسونوروزنه